GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې مېشته افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس ته وېنا

image
APP13-17 ISLAMABAD: February 17 – Prime Minister Imran Khan addressing the UN Refugee Summit on Monday. APP

اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د سختو معاشي حالاتو باوجود د افغان كډوالو كوربتوب كړې٬تر ټولو ستونزو باوجود د افغانستان كډوالو كوربتوب روان ساتلې شوې ٬د افغانستان اولس د كلونو كورنۍ نښتو نه پس اوس د امن او خوشحالۍ مستحق دے٬په افغانستان كښې د كورنۍ جګهرې خاتمه نه يوازې د پاكستان په ګټھ ده بلكې دې سره به منطقه كښې د امن او امان صورتحال ښه والي سره سره ګرده نړۍ امن او سلامتيا وده اومومي ٬لوېديزې نړۍ كښې اسلاموفوبيا د مسلمانانو كډوالو مسئلو زياتولو كښې ډېره اضافه كړی٬مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصوره كړي په كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر سره كول دي٬مودي حكومت نازي فلسفې ته وده وركوي٬كه ملګرو ملتونو د هند د حالاتو نوټس وانخست نو نړيوال امن سختو خطرو سره مخ كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پاكستان كښې د 40 كلونو راهسې مېشته افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكترې انتونيو ګوتريس٬كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فلپو ګرينډي پشمول مهم ملكي او نړيوال شخصيات موجود وو۔ده ووئيل د پاكستان معاشي حالات نه بهتر كېدو له امله وضعه ډېره سخته وه او پاكستان د خپلو تر ټولو سختو حالاتو باوجود د افغانستان كډوالو كوربتوب روان ساتلې ٬ده ووئيل د افغان كډوالو كوچنيانو په پاكستان كښې د مېشت والي په مهال كركټ زده كړې او نن د افغانستان كركټ لوب ډله په نړيواله درجه بندۍ كښې شامل شوې٬كومې چې څو ورځې وړاندې د پاكستان انډر 19 كركټ ډلې ته ماتې وركړی ده ۔ده ووئيل كله چې رسول پاك(ص)د مكې څخه مدينې ته هجرت وكړو نو د انصار جذبه مثالي وه۔وزيراعظم ووئيل د كډوالو مو هر ډول مرسته كړی۔وزيراعظم عمران خان ووئيل الله پاك د قرآن مجيد د لارې مونږ ته په انسانيت د رحم درس راكوي او په اسلام كښې نه يوازې د مسلمانانو د حقونو د احترام درس شته ښودلې بلكې د انسانيت هم عزت او احترام ته مقدم وئېلې شوي ۔ده ووئيل د نائن اليون نه وروستو په لوېديزه نړۍ كښې اسلامو فوبيا د مسلمانانو كډوالو مسائل زيات كړي او په لوېز كښې د رنګ او نسل په بنياد خلق تنګولې كېدل۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د يو ارب څخه زياته آبادي لرونكې هند كښې هم د انتهاخوښۍ سوچ غالب شوې٬د مودي حكومت دوه نوې قانون معارفې كړي كومو سره چې د 20 كروړه هندي مسلمانانو پشمول د نورو اقليتونو بنيادي حقوق ځپلې شوي۔په مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصور ساتلي په كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر سره كول دي چې دغسې كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوي د خپلواكۍ حق وركړې شي او په كشميريانو د هند ظلمونه ختم شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن لپاره په پاكستان كښې حكومت او ټولې ادارې يو موټې دي او ټول پاكستانې قام او ادارې په افغانستان كښې پوخ امن غواړي۔وزيراعظم ووئيل افغان اولس د كلونو د كورنۍ جګړی نه پس اوس د امن او خوشحالۍ حق دار دے۔په افغانستان كښې د كورنۍ جګړی خاتمه نه يوازې د پاكستان په ګټه ده بلكې دې سره به د منطقې د امن صورتحال ښه شي او په ټوله نړۍ كښې به امن او سلامتيا وده ومومي۔ده ووئيل چې كله په افغانستان كښې امن راشي نو سيمه ايز تجارت به وده وكړي او د دې ګټه به د منطقې ټولو هېوادونو ته ورسي۔وزيراعظم عمران خان د هند په اوسني صورتحال سخته اندېښنه ښودلو سره ووئيل اوسنې هند د ګاندي او نهرو هېواد نه در بلكې په دې د مودي حكومت د نازي فلسفه ورتپلې شوې ۔ده ووئيل كه نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د هندي حالاتو او اقداماتو نوټس وانخست نو دې سره نړيوال امن سختو خطرو سره مخ كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان تل په سوله ايز ډول د شخړو په حقله ټينګار كړې او د مذاكراتو د لارې د مسئلو د حل خواهشمند پاتې شوې خو د هندي وزيراعظم او سرلښكر لخوا د انتهاخوښۍ د خيالاتو څرګندونه په هېڅ صورت د ذمه وارۍ نه ده۔ده ووئيل د دې نه وړاندې چې حالات نور هم سنګين شي بايد نړيواله ټولنه د هند د پالېسو نوټس اخستو سره خپل كردار ترسره كړي چې دغسې انتهاخوښي ختمه شي كومه چې امن او امان باوري كولو لپاره ضروري ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں