GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

په مقبوضه کشمير كښې د بنيادي بشري حقونو خلاف ورزۍ اندېښمنې دي

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) پاکستان او ترکېې مقبوضه کشمير كښې د بنيادي بشري حقونو په خلاف ورزو اندېښنې څرګندولو سره كشميريانو سره د يوالي څرګندونه كړې او په دې خبره ئې زور رواړې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې په سوله ايز ډول هوارول پكار ده ٬ دواړه هېوادونه په نړيواله كچه د يو بل د موقف مرستيال دي او د پرون غوندې نن هم ولاړ دي٬ پاكستان به د سېلګرۍ او تعميرات پشمول بېلا بېلو څانګو په اړه د تركيه تجربو څخه استفاده كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان او د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د جمعې په ورځ خبرې كنفرنس ته وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د تركيه د اولس مشر پاكستان ته په راتګ د زړه د اخلاصه هركلې وائيو٬ نن د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر رجب طيب اردوان خطاب پاكستاني اولس ستائلې ٬ دوي په پاكستان كښې دومره مقبول دي كه الېكشن وكړي نو كلين سويپ به وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس لخوا په كشميريانو د ظلم په ضد په غږ پورته كولو د تركيه د اولس مشر مننه كوٶ٬ مقبوضه کشمير كښې 80 لكه كشميريان د اته لكه عسكرو د لارې د شپږو مياشتو راهسې محصور ساتلې شوي او د كشميريانو مشران په زندانونو كښې پراته دي۔ ده ووئېل ځوانان د كورنو نه وړلې كېږي٬ د مواصلات بلېك آٶټ روان دے او په ټوله سيمه كښې ېره خپره ده۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير د پاکستان او هند ترمېنځه يوه شخړيزه سيمه ده٬ په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو قراردادونه موجود دي چې له مخې كشميريانو سره ھغوي ته د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوے ٶ خو هند د دوي بنيادي حقونه د پښو لاندې كړي ۔ وزيراعظم ووئيل نن د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ستراتېژك اكنامك كونسل په اړه په اېم او يوز لاسليك شوې ٬ دې څخه د دواړو هېوادونو د تجارتي اړيكو د نوي دور عكاسي كېږي۔ پاك ترك لوظنامې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دې سره به په خاص توګه پاكستان ته ګټه ورسيږي ځكه چې د كومو څانګو په اړه لوظنامې شوي پاكستان په ھغې كښې پرمختګ كول غواري۔ عمران خان ووئيل مونږ د ترهګرۍ مسئلو پحقله د تركيه د موقف ملاتړ كوٶ٬ تركيه هم د كشمير په مسئله د پاكستان ملاتړ سره سره د اېف اے ټي اېف په پلېټ فارم هم د پاكستان د ملګرتيا كولو باور راكرې٬ په نړيوالو معاملو پاكستان او تركيه يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل د سېاست او معيشت نه علاوه ٬ كلتور٬ ميډيا٬ او د فلم انډسټرۍ كښې مرسته به مخ په وړاندې بوتللې شي٬ د تركيه فلمي صنعت زيات پرمختګ كړې ٬ د اسلامو فوبيا په ضد د تركيه د فلم انډسټرۍ څخه استفاده كول پكار ده ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د تحريك خلافت نه پس د پاكستان او تركيه ترمېنځه خاص رشته راجوړه شوې ٬ كومه چې په پېړو محيط ده٬ تركيه په دې منطقه 600 كاله حكومت كړې ۔ ده ووئيل د رجب طيب اردوان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا وده وكړي۔ د ترکيه اولس مشر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې تركيه پرمختګ كوي٬ مونږ هم د دوي د تجربو څخه استفاده كول غواړو ځكه چې پاكستان هم دغه ډول وضعې سره مخ دے كومو څخه چې تركيه مخ وه ۔ ده ووئېل پاکستان هم ھغه ډول غېر ملكي قرض سره مخ دے كوم ډول چي تركيه ٶ٬ په يو وخت كښې تركيه د پاكستان مقروض هېواد ٶ٬ رجب طيب اردوان تركيه د غېر ملكي قرض نه خلاص كړې او معيشت ته ئې وده وركړې ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلګرۍ په اړه به د تركيه څخه استفاده كول وي٬ تركيه په سېلګرۍ په كلنه توګه 35 اربه ډالره ګټي٬ دغسې د تعميرات په څانګه كښې هم تركيه پراخه تجربه لري٬ مونږ نن په رازانه بيعه كورنه جورولو ته اړتيا لرو٬ په دې څانګه كښې به هم د تركيه تجربو څخه استفاده كول وي۔ ده ووئيل ځوانانو لپاره د رزوګار موقعې راپېدا كول دي او دې مقصد لپاره هېواد كښې انډسټرلائزېشن ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې هم د تركيه د صنعتي څانګې تجربو څخه استفاده كول غواړو،۔ په دې موقع د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان ووئيل پاكستان زمونږ دوېم كور دے ٬ په درې كاله پس پاكستان ته راغلې يم او د زړه نه خوشحاله يم۔ ده ووئيل د اعلٰې ستراتېژكي مرستې كونسل غونډه د دوارو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ ثبوت دے۔ په دې موقع هم د پاكستان او تركيه ترمېنځه د اريكو په بېلا بېلو اړخونو خبرې شوې او په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم په 13 يادښتونو لاسليك شوې كوم چې د پاك تركيه د نزدې اړيكو څرګندونه ده٬ مونږ د تعليم ٬ مواصلات٬ صحت او كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره هڅې كوي٬ هيله لرو چې ھغه به كاروبار لپاره ماحول لا ښه كولو كښې بريالې شي۔ د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان ووئيل تركيه پاكستان پرون هم ولاړ وٶ او نن هم دي ٬ په تركيه كښې زلزلې څخه په شوي زيان د اولس مشر نه تر عام وګړي پاكستان د خواخوږۍ څرګندونه كړې چې ترې د مېنې تعلق څرګندېږي۔ ده ووئيل مونږ ته د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د پاكستان ملاتړ ترلاسه ٶ٬ د ترهګرو تنظيمونو په ضد په اقداماتو د وزيراعظم عمران خان مننه كوٶ۔ رجب طيب اردوان ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي څانګه كښې مرسته د ژورې دوستۍ عكاسي ده ۔ ده ووئيل مونږ د وروڼو هېوادونو پاكستان او افغانستان ترمېنځه غوره اړيكې زياتول غواړو٬ تركيه د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالي څرګندونه كوي او مونږ د يو اړخيزه اقداماتو له امله د مقبوضه کشمير په خراب شوي صورتحال تشويش لرو٬ ده ووئيل مونږ د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې په سوله ايز ډول هوارې غواړو۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن٬ سيمه ايز استحكام او د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار ستائنې وړ دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں